CRI Online

په ٢٠١٣ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې

cri     (GMT+08:00) 2014-01-02 08:48:46
په ٢٠١٣ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې

٢٠١٣ کال د ختميد د درشل ته رسيدلی او په دغه کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې نورهم نژدی شوې دي چې له سياست ، اقتصاد ، کلتور او ساينس سره تړاو لري. چين د افغانستان د ترټولو لوی ګاونډی هيواد په توګه هيله لري چې په افغانستان کې دايمي سوله او ملي جوړجاړی رامنځته شي او تر خپلې وسې پورې يی افغانستان ته مرستې برابرې کړې او کوي يی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله خبري رسنيو ته هيله څرګنده کړه چې د افغانستان د بيارغونې په بهير کې چين لازيات رول ولوبوي.

د دواړو هيوادونو ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ نژدی دی. د چين د نوی مشرتابه له ټاکل کېدو نه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د همدی کال د سپتمبر له ٢٥ نيټې څخه تر ٢٨ نيټې پورې چين ته رسمي سفر وکړ او د اروپا او اسيا په پنځم اقتصادي فورم کې يی ګډون وکړ. د چين ولسمشر شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په جلا جلا توګه له ولسمشر حامد کرزي سره ليدنه کتنه وکړه. دواړو خواوو د خپلمنځيو اړيکو، اقتصاد، امنيت ، کلتور د همکاريو او د نړېوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يی د نظريو تبادله وکړه. د سپتمبر په ٢٥ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م د اسامبلې په موده کې له خپل افغان سيال زلمی رسول سره هم ملاقات وکړ.

د دې نه ترڅنګ چين او افغانستان د کلتور په برخه کې واقعي همکاري هم کړې ده چې له دغې جملې څخه په کابل پوهنتون کې د کونفوسيوس پوهنځی يوه ښه نمونه ده. د ٢٠١٣ کال د اپريل په ٧ نېټه د کابل پوهنتون د کونفوسيوس پوهنځي د نوی دورې د پيل مراسم ترسره شول. په کابل کې د چين د وخت سفير شيو فۍ هونګ او د کابل پوهنتون رئيس حبيب په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. سفير شيو وويل چې ژبې د دوستۍ د رسولو، د فکر د تبادلې او د پنژندنې د پياوړتيا يوه مهمه وسيله ده. چيني ژبه په نړۍ کې ترټولو لويه ژبه ده چې د نړۍ له مهمو ژبو څخه هم شميرل کيږي. په دی وروستيو کلونو کې په بهر کې څه دپاسه څلويښت مليونه کسان چيني ژبه زده کوي. د چيني ژبې زده کول ښه کاري فرصتونه ورسوي.

دغه راز د روان کال د اکتوبر په ٢٠ نېټه په افغانستان کې د چين په سفارت کې زما د چيني اوميد تر عنوان لاندی د چيني ژبې ويلو سيالی هم ترسره شوه. دغه فعاليت د خلکو ډيرې پاملرنې هم ځان ته راجلب کړې دي چې په کابل کې د خبري رسنيو څه دپاسه شپېتو تنو کسانو په کې ګډون کړی وی.

د دې نه پرته چين په نړېوال سياسي ډګر کې د افغانستان د سوله ييز بهير د پرمختګ لپاره مثبت رول لوبوي. د ٢٠١٣ کال د دسمبر له ٩ نيټې څخه تر ١٠ نيټې پورې د چين افغانستان او پاکستان ترمنځ دری اړخيزې خبرې اترې په کابل کې ترسره شوې. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو رياست مشر لوجاو هوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دريم رياست مشر بهين او د پاکستان د افغان چارو رياست مشر انجوم د ياد ديالوګ مشري وکړه. دريو خواوو په دې موافقه وکړه چې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو مثبت رول ته اړتيا لري ترڅو چې د افغانستان امنيت وساتل شي، ټولټاکنې په بريالی توګه ترسره شي او د ځايی سيمې ارامتيا هم تامين شي. دری واړه خواوې به د افغانستان او ځايی سيمې د امنيت ساتلو لپاره نژدی همکاري وکړي. چين او پاکستان تائيد کړ چې د افغانستان سوله او ثبات له خپلو ګټو سره سمون خوري ، د افغانانو په مشرۍ او حمايت سره له سوله ييز بهير څخه ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې عالی شورا له کوششونو څخه ملاتړ هم کوي. دريو خواوو هم ويلي وو چې د سيمې امنيت او اقتصادي سمسورتيا له سولې ثبات او پرمختګ سره تړاو لري نو دری واړه خواوې به په بېلابېلو برخو کې د همکاريو شونتياوې پيدا کړي او د شانګهای د همکارۍ له سازمان څخه ملاتړ وکړي چې د سيمې د سولې ساتلو په برخه کې لازيات رول ولوبوي.

٢٠١٣ کال د چين او افغانستان لپاره يو ارزښت ناک کال دی چې دواړو خواوو په کې د خپلو هيلو د پوره کولو په لار کې ستر ګامونه پورته کړي دي. موږ هيله لرو چې ٢٠١٤ کال يو بريالی کال وي چې په افغانستان کې ټولټاکنې په ښه توګه ترسره شي او سوله ييز بهير په روانه توګه پرمخبوزي دغه راز به په افغانستان کې ملي جوړجاړی ، دايمي سوله او ټولنيز پرمختګ رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای