CRI Online

چين به په ټينګار سره د افغانستان د سياسي او امنيتي بهېر له ثابت انتقال څخه ملاتړ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2014-01-17 15:25:06


په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٤ کال د جنورۍ نولسمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له نهه پنځوسمې کاليزې سره برابره وي. د جنورۍ په شپاړسمه نېټه په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون په دې اړه زموږ د راډيو له خبريالې سره مرکه وکړه او په تېر کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پايلو په اړوند يې يوه کتنه وکړه او په راتلونکي کې د دوه اړخيزو اړيکيو د پرمختګ په اړه يې يوه وړاندوينه هم وکړه.

د مرکې په پيل کې لوی سفير دنګ شي جون زموږ د راډيو له لارې د سي ار ای راډيو کارکوونکو او ټولو اوريدونکو ته د نوی کال لپاره مبارکی او نيکې هيلې وړاندې کړې. ده وويل،

ډېره خوشحاله يم چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريالې سره مرکه کوم. په لومړي ګام کې ستاسو د راډيو له لارې د سي ار ای راډيو مشر وانګ ګنګ نيان، د سي ار ای راډيو ټولو کارکوونکو او ټولو چيني او افغاني اوريدونکو ته د نوی کال مبارکي څرګندوم. هيله ده چې تاسی په نوی کال کې روغ جوړ او سوکاله اوسئ. په عين وخت کې د چين او افغانستان ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ د نژدی کېدو لپاره ستاسو له کوښښونو څخه ملاتړ کوم او هيله ده چې تاسی به په پر له پسی توګه په دې اړه نوره هم هلی ځلی وکړئ.

ښاغلي دنګ شي جون وويل، چې افغانستان د چين ښه ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ګټې موجودې دې. په تېرو څو کلونو کې د دواړو حکومتونو د ګډو کوښښونو پر رڼا کې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شوې دي. په تېره بيا په ٢٠١٣ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نور هم ژورې شوې دي. ده وويل،

لومړی، د چين او افغانستان ترمنځ متقابل سياسي باور ژور شوی دی. دوه اړخيزو اړيکو په څو کچو او په هره ساحه کې يې چټک پرمختګ موندلی دی. دوهم، د دواړو هېوادونو ترمنځ مؤثرې همکاری پياوړې شوې دي. د عينک د مسو کان او د امو سيند د نفتو او طبيعی ګازو لروونکې سيمې د استخراج پروژې په افغانستان کې تر ټولو ډېرې لويې پروژې دي چې د بهرنيو شرکتونو لخوا پکې پانګه اچول شوې ده.د دې ترڅنګ چين د اوبو لګولو، روغتونونو او ښوونې په شمول د خلکو د ژوند په زياتو ساحو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او کوي يې. بر سېره پردې، دواړه هېوادونه د ګوندونو، پارلمانونو، تعليم او خبري رسنيو په برخو کې ښه همکاري او تګ راتګ کوي. ويل کېږي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي لا نژدی شوې ده. درېيم، چين په مثبته توګه د افغانستان مسلې په اړوند په نړيوالو او سيمه ييزو همکاريو کې برخه اخلي. چين د افغانستان د سولې او ثبات د ساتلو او د هېواد د بيارغونې د پياوړتيا لپاره له نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو هېوادونو سره يو ځای هلی ځلی کوي. ويل کېږي چې په تېر کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا نژدې شوې دي.

٢٠١٤ کال د افغانستان د سياسي او امنيتي بهېر لپاره کليدي اهميت لري. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې په روان کال کې به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي او د ناټو سوله ساتي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي. لوی سفير دنګ شي جون وويل، چې چين به له ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ژوند پر اصولو سره له ګاونډيو هېوادونو سره د ګډو ګټو د پراخېدو د تګلارې پر بنسټ د چين او افغانستان ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ او دوستۍ پياوړی کړي. ده وويل،

د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو په اړه باور لرو او سږ کال به چين په تيان جين ښار کې د استامبول بهېر د وزيرانو څلورمه غونډه جوړه کړي او له دې څخه څرګندېږي چې د چين حکومت په ټينګار سره د افغانستان د سياسي او امنيتي بهېر له ثابت انتقال او د هېواد له بيارغونې څخه ملاتړ کوي. چين به په مثبته توګه د افغانستان مسلې په اړوند په سيمه ييزو همکاريو کې برخه واخلي. بر سېره پردې، چين به د سياست، اقتصاد او کولتور په برخو کې له افغانستان سره لا ښه همکاري وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای