CRI Online

په افغانستان کې د چين سفير دنګ شي جون د پسرلني اختر په وياړ د چيني شرکتونو کارکوونکو ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2014-02-04 17:08:45
د جنورۍ په ٣١مه نېټه په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون په کابل کې د چين د څو شرکتونو دفترونو ته ولاړ او اړوندو چارواکو ته يې د چينايانو د نوي کال مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې ياد شرکتونه به په نوي کال کې د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ او اقتصادي او تجارتي تګ راتګ د پياوړتيا لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي. هغه په تيره بيا پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېل شرکتونه بايد د امنيت د ساتلو لپاره خپل کارونه پياوړي کړي او و يې ويل چې سفارت به په پر له پسې توګه د دوی لپاره تر وسې پورې مرستې برابر هم کړي.

د CNPC له کارکوونکو سره ګډ عکس

د هوا وې له کارکوونکو سره د کتنې په حال کې

د ZTE شرکت له کارکوونکو سره

د چين د دفلزرا ايستنې د ١٩م شرکت له کارکوونکو سره د کتنې په حال کې

د CREC د ١٤مې ادارې له کارکوونکو سره

د MCC له کارکوونکو سره

 

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای