CRI Online

د پسرلني اختر په موده کې د سيندونو او سړکونو په وسيله د ليږدول شويو مسافرينو شمېر څلور سوه او دری څلوېست مليونو تنو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2014-02-10 14:43:47

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د ترانسپورتي ليږدونې وزارت د يوې شمېرنې له مخې د جنور ۍله يودېرشمې نيټې څخه د فبرورۍ تر شپږمې نيټې پورې د سيندونو او سړکونو په وسيله د ليږدول شويو مسافرينو شمېر څلور سوه او دری څلوېښت مليونو تنو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه د سړکونو په وسيله د ليږدول شويو مسافرينو شمېر څلور سوه او دری دېرش مليونو تنه و او دغه رقم د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځه زيات شو.د دې ترڅنګ د سيندونو په وسيله د ليږدول شويو مسافرينو شمېر نهه مليونه او نهه لکه او دوولس زره تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله دوولس اعشاريه اته سلنه زيات شوی دی.که څه هم د پسرلني اختر په موده کې هوا ښه نه وه، خو د سړکونو او سيندونو په وسيله د حمل ونقل په ترڅ کې هېڅ سترې پېښې نه دي رامنځته شوې.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای