د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م د کرهنيزو چارو د پرمختګ په اړه د نړيوال صندوق مشر کانايو نوانزي د فېبرورۍ په نولسمه نېټه وويل د چين د کرهنيزو چارو د پرمختګ شکل د پرمختيايي هېوادونو يوه نمونه ده، ځکه چې چين د کرهنيزو چارو د دايمی پرمختګ پلان ته پاملرنه کوي.
نوموړي د ياد صندوق د شورا د ٣٧مې دورې د غونډې په ترڅ کې خبريال ته وويل په تېرو څو لسيزو کې چين د کرهنيزو چارو د پرمختګ له لارې د کرهنيزو چارو د توليد انډول ډېر لوړ کړی او له بی وزليتوب څخه يې د ژغورلو په برخه کې ډېر د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. هغه وويل اوس د چين د کرهنيزو چارو پرمختګ يو نوي پړاو ته داخل شوی چې د غلودانو د توليد اندازې له لوړتيا وروسته حکومت د خوراکونو د کيفيت په شمول مسلو ته هم ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. په کليو کې د ککړتيا، د خوراکونو امنيت او د غذايي ارزښت په شمول مسلې په راتلونکو څو لسيزو کې د چين د کرهنيزو چارو د مسلې په هکله ډېرې مهمې دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |