د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې،د فېبرورۍ تر ١٧ نېټې پورې د شينجيانګ د تاليمو له نفت لرونکې سيمې څخه ختيځ ته د ١٢٥ مليارډو مکعب مترو په اندازه طبيعي ګاز ليږدول شوی دی.
د تاليمو نفت لرونکې سيمه له لوېديځ څخه ختيځ ته د طبيعي ګازو د ليږدولو د لومړي لين سرچينه ده او د طبيعي ګازو يوه عمده سرچينه هم ده چې اوس مهال د ختيځې سيمې د ١٥ ولايتونو ١٢٠ ښارونو ، ٣ زرو لويو تصديو او ٤٠٠ مليونو تنو اوسېدونکو ته د طبيعي ګازو د ليږدولو دنده پر غاړه لري.
په دې وروستيو کلونو کې د تاليمو په نفت لرونکې سيمه کې د طبيعي ګازو د استخراج بهير چټک شوی چې د طبيعي ګازو کلنۍ توليدي اندازه يې ٢٢ مليارډو مکعب کترو ته رسېږي. د پلان له مخې،روان کال به په دغه سيمه کې د طبيعي ګازو توليدي اندازه ٤ مليارډه او ٣٠٠ مليونه مکعب متره زياته شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |