د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د کور، ښار او ولسوالۍ د جوړونې ادارې څو ورځې مخکې خبر ور کړ چې له ٢٠١١ کال څخه د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې شينجيانګ د ٧٤ مليارډو او ٢٤٦ مليونو يوانو په ارزښت پانګې لګولي او د ٩٢٠ زرو او ٩ سوو کورنيو د هوسا ژوند د عملي کولو لپاره يې نوي کورونه جوړ کړي تر څو د بېلا بېلو قومونو ٣ مليونه ٦٠٠ زره مالداران نويو کورونو ته نقل شي.
د خبر له مخې،په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ په يو تيان سيمه کې د ريکتر په کچه ٧ اعشاريه ٣ درجې زلزله وشوه ،خو هېڅ مرګ ژوبله يې نه وه اړولې. يو مهم لامل يې دا دی چې زيات مالداران په نويو کورونو کې ژوند کوي چې د زلزلې د مخنيوي توان لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |