CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د افغانستان د ولسمشر د دولتي امنيت له سلاکار سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-02-23 16:05:54

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په کابل کې د افغانستان د ولسمشر د دولتي امنيت له سلاکار رنګين ددفتر سپنتا سره وکتل.

ښاغلي وانګ ايي وويل چې امنيتي همکاری د چين او افغانستان له ګډو ګټو سره سمون خوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو يوه مهمه برخه بلل کيږي. چين پردی خوښ دی چې افغانستان د ختيځي تورکيستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو ځواکونو سره د مبارزې لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې او په دې هېواد کې د چين د اړوندو اورګانونو د کارکوونکو د امنيت ساتلو لپاره د افغانستان له کوښښونو څخه مننه کوي.

سپنتا وويل چې افغانستان د چين ښه ګاونډی هېواد دی او د تندلارۍ،د بېلتون غوښتونکيو او ترهګرۍ په شمول له دريو ځواکونو سره د مبارزې لپاره د چين سره همکاری د افغانستان د ديپلوماتيکو تګلارو يوه مهمه برخه ده .افغانستان به له چين سره دغه همکاری پياوړی کړي او له بېلا بېلو ترهګريزو ځواکونو سره مبارزې ته به دوام ور کړي.

په همدې ورځ وانګ ايي په جلا جلا توګه د افغانستان د بهرنيوچارو له پخواني وزير ،د ماليې له پخوانی وزير ،د پارلمان له پخواني مشر او د افغان مسئلې په هکله د م م د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره هم وکتل.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای