د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د شينجانګ د اويغور په يوو تان ولسوالۍ کې د ريکتر په اووه اعشاريه دری درجې زلزله وشوه .تر زلزلې وروسته د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې دې ته پاملرنه کړې او کوي يې.د سيمه ييز حکومت تر لارښوونې لاندې بېلا بېلې ژغورونکې ډلې زلزله ځپلو سيمو ته وليږدول شولې .د بېلا بېلو قومونو وګړو هم په دې بهير کې ګډون درلود.د چين د اړوندې څانګې تر ملاتړ لاندې اوس په زلزله ځپلو سيمو کې ژغورونکي کارونه پای ته ورسيدل. د خبر له مخې په دې زلزله کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د زلزله ځپلې سيمې د بيارغونې کارونه به ژر په هر اړخيزه توګه تر سره شي.
د چين د کمونېست ګوندعمومی منشي ،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميتې مشر شي جين پينګ په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورونکو کارونو په هکله مهم هديتونه ور کړل او پکې يې دی ته اشاره وکړه چې د چين مرکزي حکومت او سيمه ييز حکومت بايد د اوږدې مودې لپاره په علمې توګه د دې سيمې د بيارغونې او پرمختګ پلان جوړ کړي تر څو سيمه ييز قومي وګړي په تېره بيا زلزله ځپلي وګړي د حکومت پاملرنه احساس کړي.
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |