د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د فېبرورۍ په ٢٤ نېټه د قزاقستان د يوه ناروغ خپلوانو د چين د هورګوس له بندر څخه د مرستې غوښتنه وکړه. په دې بندر کې سمدلاسه د ژوند د ژغورنې د شين رنګ يو لاره پرانيستل شوه او نړيوالې ژغورنې په دغه سيمه کې تر سره شوې.
د روانې مياشتې د ٢٤ نېټې سهار په ١١ بجو د شينجيانګ د هورګوس بندر کارکوونکي يو تليفوني خبر تر لاسه کړ چې د قزاقستان د يوه ناروغ حالت سخت دی او د چين ژغورنې ته اړتيا لري.د هورګوس بندر سرحدي پوسته سمدلاسه د ژغورنې بيړنۍ لايحه تر سره کړه او د قزاقستان يوه ناروغ ته يې مرستې برابرې کړې.
د ٢٤ نېټې تر غرمې وروسته په ٢ بجو ٤٥ دقيقو د ژغورونکو موټر د شينجيانګ د يلي د قزاقي خپلواکې سيمې روغتون ته ورسېد او اوس د ناروغ د ناروغۍ حالت ښه دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |