د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، بېجينګ به په ٢٠١٤ کال کې د شينجيانګ په ختن سيمه کې د ١٢٣ مرستندويه پروګرامونو د ترسره کيدو لپاره يو مليارډ او درې سوه او ديارلس مليونه ژن مين بي يوانه ولګوي. ياد يو سلو درې ويشت مرستندويه پروګرامونه به په عمده توګه د استوګنځايونو ، ټولنيزو چارو، تخنيکونو او صنايعو، بنسټيزو تاسيساتو، بنسټيزو سازمانونو او د استعداد لروونکو کسانو د روزلو په شمول له شپږو برخو سره اړيکې ولري.
د اړوندو معلوماتو له مخې، په يادو ١٢٣ مرستندويه پروګرامونو کې ٢٦ پروګرامونه پخواني پروګرامونه دي او په راتلونکي کې به درې سوه څوارلس مليونه ژن مين بي يوانه پکې ولګول شي. نور ٩٧ پروګرامونه نوي طرحه شوي او پکې به نهه سوه څلور اتيا مليونه ژن مين بي يوانه ولګول شي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |