د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د انرژۍ دولتي ادارې د فېبرورۍ په شپږوېشتمه نېټه وويل چې د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره به پنځه ګامونه پورته کړي.
لومړی، ژر تر ژره به د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره د عملياتو پلان او اړوندې تګلارې جوړې شي. دوهم، په ٢٠١٤ کال کې به د طبيعي ګازو د مصرف او احتياج د برابرۍ لپاره کارونه تر سره شي. درېيم،د انرژۍ د تامينولو د اړوندو کارونو پرمختګ به چټک شي. څلورم، په بېجينګ،تيان جين ښارونو،هه بې،شان شي،شان دونګ ولايتونو او د هېواد په نورو ځايونو کې د سکارو استعمال به کم شي. پنځم، د ځينو پروژو ځانګړې څارونې به په ښه توګه تر سره شي.