د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د لويې ولسي څارنوالۍ يوه چارواکي وان چون د فېبرورۍ په ٢٧ نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په ٢٠١٤ کال کې به د چين لويه ولسي څارنوالي د چاپيريال سرچينو او د خوراکونو او درملو د امنيت د خرابولو په اړه ځانګړې پلټنه وکړي. دغه پلټنه به ٨ مياشتې دوام ولري.
د خبر له مخې، تېر کال د چين د څارنوالۍ ارګانونو په دې برخه کې٩٢٧٧ قضيې او ١٢ زره ٤٩٥ اړوند کسان نيولي دي چې د وړم کال په پرتله په جلا جلا توګه ٢٣ سلنه او ١٢ سلنه زيات شوي دي.ښاغلي وان چون وويل چې د څارنوالۍ ارګانونه به په عمده توګه په يوه موده کې د دغو قضيو په اړه قانوني اداره پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |