د چين د مرکزي نيوز اژانس د خبر له مخې: د فېبرورۍ په ٢٧ نېټه په تبت کې د ٢٠١٣ کال د اقتصادي اوضاعو په اړه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره شوه.د تبت د شمېرنې ادارې مشر او د چين د شمېرنې ادارې د تبتي څانګې عمومي مدير ليو بوه چنګ په ياده غونډه کې وويل چې په ٢٠١٣ کال کې د تبت عمومي توليدي ارزښت ٨٠ مليارډو او ٧٦٧ مليونو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ١٢ اعشاريه ١ سلنه زيات شوی دی. په عين وخت کې په ٢٠١٣ کال کې د تبت د اوسېدونکو عايدات هم په چټک ډول سره زيات شوي دي چې د هر کس منځني عايدات يې له ٢٠ زرو يوانو څخه اوښتې دی او دا د ٢٠١٢ کال په پرتله ١١ اعشاريه ٦ سلنه زيات شوي دي او د زياتوالي سرعت يې په چين کې لومړی مقام نيولی دی.
ښاغلي ليو بوه چنګ وويل چې په ٢٠١٣ کال کې د چين او بهرنيو هېوادونو څخه څه د پاسه ١٢ مليونو تنو سيلانيانو تبت ته سفر کړی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ٢٢ سلنه زيات شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |