د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ٢٠١٤ کال د چين د ملي ولسي کانګرس او سياسي مشورتي کنفرانس د دوو غونډو له پرانيستلو مخکې، د امريکا د تصديو ټولنې د فېبرورۍ په شپږويشتمه نېټه په چين کې د سوداګريز چاپېريال په هکله شپږم راپور خپور کړ چې له مخې يې له دريو سوو او يو پنځوسو تصديو څخه پلټنه وکړه چې پکې يې څلور اتيا سلنه تصدۍ د چين د سوداګريز چاپېريال ستايي او شپېته برخه يې وايې چې په راتلونکيو دريو کلونو کې به په چين کې خپلې پانګې نوره هم زياتې کړي.
د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز غړي جانګ لي چون وويل چې د چين د اقتصاد لپاره اصلاحات او ورخلاصون بېلېدای نه شي. د چين د اصلاحاتو نوی پلان به په پولي چارو، مالياتو، پانګونې او صادراتو او وارداتو پورې اړه ولري، له دې څخه دا ښکاري چې د چين خلاصون به لوړې سويې ته ورسږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |