د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې سرمنشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د فېبرورۍ په اته وېشتمه نېټه ماسپښين د اصلاحاتو د ژوروالي په اړه د مرکزي کميټې د لارښوونکې ډلې د دوهمې غونډې مشری وکړه او پکې يې يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې له خوا د ټاکلي دندو د تر سره کېدو له وخت څخه اوه کاله پاتې کيږي، پلی کول بايد د اصلاحاتو په کارونو کې مهمه برخه بلل شي، بايد د دندو د پلي کولو لپاره رښتيني او ټينګ ګامونه پورته شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |