د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د دوهمې عمومي غونډې مطبوعاتی دفتر خبر ورکړ چې له ٣٠٠٠ تنو نه زياتو چيني او بهرنيو خبريالانو له دغو دواړو غونډو سره د مرکې په هکله خپل نوم ثبت کړی دی.
سږ کال د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې ملي غونډې د درېمې عمومي غونډې روحيې د تطبيق او پلی کېدو لپاره لومړی کال دی. د خبريالانو د څيړنې له مخې، چيني او بهرني رسني به په راتلونکو دوو اوونيو کې په عمده توګه د چين د اقتصاد پرمختګ او مخامخ شوی ننګونو، د اصلاحاتو د ژورتيا مشخص تدبيرونو، د چاپيريال ساتلو، ټولنيز اصلاحاتو او د خلکو د ژوند تامينولو، د فساد پرضد مبارزې او د چين نوی ډيپلوماتيکي تګلارې ته پاملرنه وکړي.(غوټۍ)