CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه به پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 17:47:17

د چين د ملي ولسي کانګرس يعنې د چين د اقتدار لرونکې جرګې کلنۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه پرانيستل شي او په دې غونډه کې به د چين له بيلابيلو ځايونو څخه څه باندې دوه زره استازي د هيواد د پرمختګ په هکله سلامشورې وکړي او اړوند وړانديزونه به وړاندې کړي.د څلورمې نېټې په سهار د يادې غونډې په اړه لومړۍ مطبوعاتي غونډه جوړه شوه اوپه دې مطبوعاتي غونډه کې وياندې فو ينګ د قوانينو د جوړولو، د چاپيريال ساتنې، دفاعي بودجې او د اصلاحاتو د ژورتيا په شمول د يو شمېر نورو تودو مسئلو په هکله د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغې دغه راز پر دې ټينګار وکړ چې چين به د اصلاحاتو د پرمخ بيولو لپاره د قوانينو جوړولو او تعديلولو ته ډېر اهميت ورکړي .

وياندې فو ينګ لومړې خبري رسنيو ته د چين د ملي ولسي کانګرس د روانې کلنۍ غونډې اجنډا وروپېژنده او ويې ويل، روانه غونډه به د پنځمې نېټې په سهار پرانيستل شي او د ديارلمسې نېټې په سهار به پای ته ورسيږي چې لړۍ به يې اته نيمې ورځې دوام ولري او په دې ترڅ کې به په عمده توګه د حکومت کاري رپوټ هم واوريدل شي او د اړوندو پلانونو او بودجو رپوټونه به وسنجول شي او تصويب به شي ، دغه راز نور پنځه پروګرامونه به هم ترسره شي. د د چين ملي ولسي کانګرس د چين د واک لرونکې ارګان په توګه د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا په بهير کې ډېر مهم رول لوبوي. فو ينګ په دې هکله وويل، چې د چين ملي ولسي کانګرس به د اصلاحاتو د پرمخ بيولو لپاره د قوانينو جوړولو او تعديلولو ته ډېر اهميت ورکړي .

(( موږ به د اصلاحاتو په اړوند د خلکو د پاملرنې وړ مسئلو د حل لپاره اړوند قوانين طرحه، تعديل او يا لغوه کړو، ترڅو اصلاحات له قوانينو سره سم په سالمه توګه ترسره شي.))

د اړوندو معلوماتو له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د قوانينو د جوړولو پلان طرحه کړی دی او په دې پنځه کلني پلان کې ٦٨ پروګرامونه شامل دي او محتويات يې د هيواد له اقتصاد او د خلکو له ژوند سره تړاو لري، مثلا د بنسټيز طب او روغتيا قانون به جوړ شي ، د خوراکونو امنيت او د بودجې قوانين به تعديل شي او داسې نور. دغه راز د ملکيت د ماليې او د چاپيريال ساتنې په شمول په يو شمېر نورو برخو کې چې د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ دي، د اړوندو قوانينو د جوړولو کارونه هم د څېړنې په حال کې دي. برسيره پردې، ياده کمېټه به د ادارې د تګلارې قانون هم په هراړخيزه توګه تعديل کړي.

چاپيريال ساتنه ډېره د پاملرنې وړ توده مسئله ده. د سږکال له پيل راهيسې په زياتو لويو ښارونو کې هوا ډېره ککړه ده،فو ينګ په دې هکله وويل، د ککړې هوا ښه والی د يوشمېر ښارونو لپاره يوه ستونزمنه دنده ګرځيدلې ده، د چين ملي ولسي کانګرس به د چاپيريال ساتنې په اړه قانون تعديل کړي ترڅو د ککړې هوا د ښه والي لپاره قانوني ضمانت پيدا شي.

((د قوانينو د جوړولو په پلان کې د چاپيريال ساتنې په اړوند يو قانون جوړول يوه ډېره مهمه برخه ده. موږ به په سږکال کې د ککړې هوا د مخنيوي قانون د تطبيق حالت هم وڅېړو او پر دې بنسټ به دغه قانون تعديل کړو.))

د مطبوعاتي غونډې له پيل مخکې وياندې فو ينګ د چين د ملي ولسي کانګرس په استازيتوب د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې د مارچ په لومړې نېټه د شوې ترهګريزې پېښې سخته غندنه وکړه او اړوندو ځپل شوو کسانو ته يې خواشيني څرګنده کړه. هغې هيله وښوده چې چين به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې څخه لازيات پوهاوی او همکارۍ ترلاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای