د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل باور لرم چې سږ کال به د چين اقتصادي زياتوالی اوه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي.
ښاغلي ګاو هو چنګ وويل د نړيوال بازار له لحاظه ٢٠١٤ کال د نړيوال اقتصاد د احيا کېدو تمايل ساتي، په تېره بيا د پرمختللو هېوادونو اقتصاد د بيا احيا په حال کی دی، نو دا به د چين د صادراتو د زياتوالی لپاره ګټور وي.
هغه وويل د کورني بازار له لحاظه دوه ګوني ګټور لاملونه لري چې يو يې دا دی چې له نړيوال پولي بحران څخه راپدې خوا د نړيوالې سوداګرۍ په هکله د چين د تصديو توليدي تنظيم او ځواک پياوړی شوی. دوهم د نظام او ميکانيزم په برخو کې د نوښت چارې به د تصديو د سيالي توان نور هم لوړ کړي.
هغه وويل د چين په صادر شويو توليداتو کې د زياترو توليداتو اضافي ارزښت ټيټ دی او خپلواکې سوداګريزې نښې يې لږې دي او په نړيوال بازار کې وروسته پاتې دی. نو چين د سوداګرۍ په برخه کې د يو پياوړي هېواد د ګرځېدلو په لار کې بايد دغه ستونزې ليرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |