د چين د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې، د هغه شک په مقابل کې چې په چين کې د پانګونې فضا خرابيږي، د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د مارچ په اوومه نېټه وويل چې له بهرنيو پانګونو څخه د استعفادې په برخه کې د چين غوره والی نه دی بدل شوی، يوازې د پانګونې د لوري، جوړښت او ساحو په برخه کې بدلونونه رامنځته شوي دي. د اړوندې پلټنې سره سم له نوي سلنې نه زياتې بهرنۍ تصدۍ هيله لري چې په چين کې پانګونې زياتې کړي.
نوموړي وويل چې د پانګونې د فضا د ښه والي لپاره به د ورخلاصون راتلونکي تدبيرونه وڅيړي. لومړی به د خدمتي چارو برخه بهر ته پرانيستل شي. د پولي چارو، ښوونې، کلتور او طبي چارو په شمول به په لسو خدمتي برخو کې پر بهرنيو پانګونو محدوديت کم شي. د دې تر څنګ به هواېد د اقتصاد او تکنالوژۍ د سيمو او د سرحدي اقتصدي همکاريزو سيمو په اړه لارښوونې پياوړې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |