CRI Online

وانګ يي: په ٢٠١٣ کال کې چين ابتکاري دېپلوماتيک کارونه کړي وو

cri     (GMT+08:00) 2014-03-08 10:54:48
وانګ يي: په ٢٠١٣ کال کې چين ابتکاري دېپلوماتيک کارونه کړي وو

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ٨ نېټه په بيجينګ کې وويل چې په ٢٠١٣ کال کې چين ابتکاري دېپلوماتيک کارونه کړي وو.

د دوولسم ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې په همدې ورځ يوه خبري ناسته جوړه کړه او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په کې وويل چې په تير کال کې د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونست ګوند مرکزي کميسيون د چيني وګړو او نړېوالې ټولنې د هيلو سره سم يو لړ دېپلوماتيک سفرونه وکړل.

هغه زياته کړه چې ولسمشر شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په تير کال کې ٢٢ هيوادونو ته سفرونه کړي او د ٦٥ هېوادونو ولسمشران او حکومتي مشران يی مېلمنه کړل چې له ډيرو هېوادونو سره د همکارۍ څه دپاسه ٨٠٠ تړونونه لاسليک شوي دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای