CRI Online

د دوولسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې رئيسه ګروپ لومړی غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-09 10:30:14
د دوولسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې رئيسه ګروپ لومړی غونډه جوړه کړه

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د دوولسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې رئيسه ګروپ لومړی غونډه د روانې مياشتې د ٨ نيټې له غرمې نه وروسته په ولسي تالار کې جوړه شوه. د رئيسه ګروپ دايمي رئيس او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس جانګ ده جيانګ د دغې غونډې مشري وکړه.

په دغه غونډه کې د رئيسه ګروپ دايمي رئيس ، د لويې غونډې د سرمنشي مرستيال، د دايمي کميټې د رئيس مرستيال او سرمنشي وانګ چن له خوا وړاندی شوی د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې د سکريټريت له خوا جوړ شوی د حکومتي راپور په اړه د څارنې او پلټنې معلومات او د پريکړې مسوده اوريدل شوې ده.

په دغه غونډه کې پريکړه وشوه چې ياد ټول سندونه د رئيسه ګروپ دوهمې غونډې ته وړاندی شي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای