د چين د مطبوعاتي اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا په اړه په بهر کې د اوسيدونکو چينايانو د چارو دفتر مشرې ميرمن چيو يوان پينګ د روانې مياشتې په ٩ نېټه په بيجينګ کې وويل چې په بهر کې له اسيدونکو چينايانو سره څه دپاسه ٧٠ خدمتي مرکزونه جوړ کړي چې دوی ته به مرستندويه او کلتوري خدمتونه برابر کړي.
د خبر له مخې اوس په بهر کې څه دپاسه ٦٠ مليونه چينايان د نړۍ په ١٩٨ هيوادونو يا سيمو کې اوسيږي.
نوموړې زياته کړه چې چين به په بهر کې د چينايانو له اړوندو سازمانونو څخه ملاتړ وکړي چې له ځايي اوسيدونکو چينايانو سره د خدمت کولو توان پياوړی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |