CRI Online

پرمختګ د اسيايي امنيت عمومي کلی ده

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 14:16:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په يووېشتمه نېټه په شانګهای ښار کې وويل چې د زياترو اسيايي هېوادونو لپاره پرمختګ تر ټولو ټينګ امنيت دی او د سيه ييز امنيت عمومي کلی هم ده.

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې سرمشريزې غونډې لومړی پړاو د مۍ په يووېشتمه نېټه په شانګهای کې تر سره شو، رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه چې سرليک يې و (( د اسيايي امنيت د افکارو فعاله جوړونه او د امنيت د نويو همکاريو موندنه )).

رئيس شي وويل چې دواملرونکی امنيت دا دی چې پرمختګ او امنيت ته دې مساوی ارزښت ورشي، تر څو دايمي سوله رامنځته شي. پرمختګ د امنيت بنسټ دی، امنيت د پرمختګ لازم شرط دی. د زياترو اسيايي هېوادونو لپاره پرمختګ تر ټولو ټينګ امنيت دی او د امنيت په برخه کې د سيمه ييزو مسئلو د حلولو عمومي کلی ده.

نوموړي وويل چې د اسيا د ټينګ امنيت لپاره بايد د پرمختګ موضوع ته توجه ورشي، د خلکو ژوند د ښه والي لپاره دې هڅې وشي او د بېوزليو او شتمنيو کسانو ترمنځ واټن دې کم شي، تر څو د امنيت بنسټ ټينګ شي. د ګډ پرمختګ او سيمه ييز يووالي بهير دې چټک شي او د اقتصاد او امنيت په دواړو برخو کې دې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای