د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين چې د اسيا د متقابلې همکارۍ او د اعتماد تدبير د مجلس په څلورمه سرمشريزه غونډه کې يې ګډون درلود، د مۍ په يوويشتمه نېټه وويل اوس اسيا د سياست او اقتصاد په برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده او دغه ننګونه يوازی د مشورو او همکارۍ په وسيله حل کېدای شي.
ولسمشر ممنون حسين وويل چين د نوی ريس هېواد په توګه په سږني سرمشريزه غونډه کې د يادې نوې نظريې د جوړولو هڅونه کړې ده. دا يو واقعيت هم دی چې د متقابل اعتماد، د ګډو ګټو او برابرۍ پر بنسټ هراړهيزه همکاري او دايمي سوله رامنځته شي. نو د متقابل اعتماد تدبير ټاکل او په سوله ييزه توګه د شخړو حلول به د دې سيمې د ډله ييز خونديتوب د عملي کېدو لپاره ګټور وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |