CRI Online

شي جن پينګ د ايران له ولسمشر روحاني سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-22 15:57:59

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت ريس شي جن پينګ د مۍ په دوه ويشتمه نېټه په شانګهای ښار کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې اترې وکړې.

ريس شي جن پينګ وويل چين له ايران سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. دواړه خواوې بايد په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځی همکاري نورې هم  پياوړې کړي او د امنيت په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري ستر پټ ځواک لري. چين د ايران د هغه حق درناوی کوي چې په سوله ييزه توګه ذروي انرژۍ استعمال کړي. چين دا ادعا لري چې خبرې اترې د ايران د ذروي مسلې د حلولو لپاره يوازينۍ لاره ده او چين غواړي د دې لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ور کړي.

ښاغلي روحاني وويل ايران غواړي د اقتصاد، انرژۍ او کلتور په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي او ايران د چيني تصديو هر کلی کوي چې په ايران کې پانګونې وکړي. ايران غواړي د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره له چين سره ګډ کوښښونه وکړي. برسيره پر دې، ايران د ذروي مسلې د سوله ييز حل په بهير کې د چين له کوښښونو څخه مننه کوي او هيله لري چې چين په دوامداره توګه په دې لړ کې خپل فعال رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای