CRI Online

د چين ولسمشر شي جين پينګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-10-28 20:17:45

د چين ولسمشر شي جين پينګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره خبرې اترې وکړې

د چين د مطبوعاتي اژانس د خبر له مخې د چين ولسمشر شي جين پينګ د روانې مياشتې په ٢٨ نېټه په بيجينګ کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ د افغانستان د نوی ولسمشر په توګه د اشرف غني د ټاکنې په اړه مبارکي څرګنده کړې او هرکلی يی کړی چې هغه په لومړی وخت کې له چين څخه ليدنه کتنه او د افغانستان د مسئلې په اړه د استمبول بهير د خارجه وزيرانو د غونډې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړي. شي جين پينګ وويل چې اوس افغانستان د سياسي امنيتي او اقتصادي انتقال په حال کې دی او چين د افغانستان له ملي خپلواکۍ حاکميت او د خاوردو له بشپړتيا څخه ملاتړ کوي او له د افغانانو په مشرۍ او مالکيت سره له سوله ييز بهير څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې په افغانستان کې يووالی ثبات پرمختګ او مهربانی رامنځته شي چې نه يوازی د افغانانو له ګټو بلکې د نړېوالې ټولنې له اصلي اوميد سره سمون خوري.

ولسمشر غني وويل چې افغانان سولې ثبات او پرمختګ ته ډيرې اړتياوې لري او له چين نه مننه کوي چې له افغانستان سره مرستې کوي. افغانستان چين خپل ستراتيژيک دوست بولي او چين ته احترامات ورکوي چې خپل ثبات او پرمختګ يی ساتلی دی. افغانستان غواړي د پنځو سوله ييزو اصولو پربنسټ له چين سره د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې کړي.

له خبرو اترو نه مخکې شي جين پينګ د ولسي تالار په دباندی ميدان کې د اشرف غني په مناسبت د هرکلي مراسم ترسره کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای