CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-29 12:16:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی د اکتوبر له ۲۸مې نېټې نه تر ۳۱مې نېټې پورې له چين څخه په رسمي ليدنې بوخت دی. د دغې ليدنې په ترڅ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي که چيانګ او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر جانګ ده جيانګ په جلا جلا توګه له ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې وکړې. دغه راز ولسمشر اشرف غني به د افغان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه غونډه کې برخه واخلي. دواړو خواوو د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې دواړه خواوې به د اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور، ښوونې، ځوانانو، ښځو، ټولنې او خبري رسنيو په برخو کې لا ښه همکاري وکړي.

په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې چين تل د افغانستان د بيارغونې له بهير څخه ملاتړ کوي او له افغانستان سره به نه ستومانه کيدونکې مرستې وکړي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې به د چين حکومت افغانستان ته د پنځه سوه مليونه يوانو په ارزښت بې له شرطه مرسته ورکړي او د چين او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د اقتصاد او تخنيک د همکارۍ تړون به لاسليک شي. په راتلونکو دريو کلونو کې به چين افغانستان ته د يو مليارډو او پنځه سوه مليونه يوانو په ارزښت بې له شرطه مرسته برابره کړي. دغه راز، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې په هره ساحه کې د درېو زرو تنو افغان کارکوونکو د روزنې دنده پرغاړه واخلي. افغانستان د چين له اوږد مهاله د چين له مرستو څخه مننه څرګنده کړه.

محمد اشرف غني احمدزی د بېجينګ د تيان ان ومن په ډګر کې وينا کوي

بر سېره پردې، څرنګه چې ۲۰۱۵ کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له شپيتمې کاليزې سره برابر وي، نو دواړو خواوو موافقه وکړه چې دغه کال د چين او افغانستان د دوستۍ او همکارۍ کال په توګه وټاکل شي او په دې مناسبت به يو لړ فعاليتونه تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای