CRI Online

د چين صدراعظم د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-10-29 20:30:05

د چين صدراعظم د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات وکړ

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې د ٢٩ نيټې له غرمې نه وروسته د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې پرون د چين ولسمشر شي جين پينګ له غني صاحب سره بريالی خبرې اترې وکړې او چين غواړي له افغانستان سره دوديزه دوستي او واقعي همکاري پياوړې کړي.

لي که چيانګ زياته کړه چې زه به له تاسو ولسمشر صاحب سره يو ځای د افغانستان مسئلې د استمبول بهير په اړونده غونډه کې ګډون وکړي او له دی نه څرګنديږي چې نړېواله ټولنه په تيره بيا ځايي سيمه د افغانستان له سوله ييز بهير او امنيتي پرمختګ څخه ملاتړ کوي.

ولسمشر غني وويل چې له چين سره د ستراتيژيکې همکارۍ دوستانه اړيکې ساتل د افغانستان د بېلابېلو خواوو ګډه نظريه او د حکومت د دېموکراسۍ يو اصل هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای