د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وکتل.
جانګ ده جيانګ وويل چې چين او افغانستان اوږد دوستانه تاريخ لري او په تيرو زمانو کې دواړه هيوادونه يو بل ته متقابل درناوی ورکوي. چين به په پراخه توګه د افغانستان له سوله ييزې بيارغونې څخه ملاتړ وکړي.
ولسمشر غني وويل چې افغانستان له چين نه مننه کوي چې د هيواد له بيارغونې څخه يی پراخ ملاتړي کړي دي. افغانستان هيله لري چې د دواړو هيوادونو د پارلمانونو ترمنځ تګ راتګ هم نورهم زيات کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |