د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څوارلسمه نېټه د استراليا د بريسبان په ښار کې د شلو بډايه هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د چين او استراليا تر منځ د اړيکو د لا روښانې أيندې تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه.
هغه په دې مقاله کې وويل، په دې نومبر کې، چين او استراليا د نړۍ پام ځان ته جلبوي. چين، استراليا او د اسيا او د ارام بحر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان نور غړي هېوادونه به د سيمې د اقتصادي يووالي، د اقتصادي نوښتونو، اصلاحاتو او پرمختګ د هڅونې او د بنسټيزو او مخابراتي تأسيساتو د جوړونې لپاره په ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |