د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څوارلسمه نېټه د بريسبان ښار ته ورسيد او د استراليا د صدراعظم توني ابوټ په بلنه يې د شلو بډايه هېوادونو په نهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون او استراليا ته يې رسمي سفر وکړ. شي جين پينګ د بريسبان په نړيوال هوايي ډګر کې وويل، هيله لرم چې د دې سفر له لارې د استراليا له مشرانو او دوستانو سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا پرمختګ، په هره برخه کې د دواړو خواوو تر منځ د همکاريو د لا پياوړتيا، د شلو بډايه هېوادونو ډلې دغړو هېوادونو سره د نړيوال اقتصاد د ادارې د پرمخبيولو، زموږ په وړاندې د ننګونو سره د مقابلې او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د هڅونې لپاره کوښښ وکړم.
شي جين پينګ به نوي زيلاند او فيجي ته سفرونه هم وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |