د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د شلو بډايه هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه د نومبرپه پنځلسمه نېټه د استراليا د بريسبان په ښار کې پرانيستله شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون او وينا يې وکړه. برخوالو د اقتصادي پرمختګ د هڅونې، له اقتصادي ننګونو سره د مقابلې توان د لوړوالي، انرژۍ، تجارت، د دندو پيدا کولو، د فساد ضد مبارزې، د ماليې او پيسو د پاليسيو، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې د پانګو اچولو، د نړيوال پولي سازمانونو د اصلاحاتو، د ماليې د څارنې او ګمرکي په اړه خبرې اترې وکړې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |