CRI Online

شي جين پينګ د BRICS هېوادونو د مشرانو په غير رسمي ملاقات کې حاضر و

cri     (GMT+08:00) 2014-11-15 16:48:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د BRICS هېوادونو د مشرانو غير رسمي ملاقات د نومبر په پنځلسمه نېټه د بريسبان په ښار کې تر سره شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د برازيل ولسمشرې ديلما روسيف، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين، د هند صدراعظم نرادرا مودي او د جنوبي افريقا ولسمشر دلاميني زوما په دې ملاقات کې ګډون کړی. يادو پنځو مشرانو د BRICS هېوادونو تر منځ د همکارۍ او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې اقتصادي همکاری د BRICS هېوادونو د پرمختګ د پرمخبيولو دايمي قوت دی. موږ دې بازاري يووالي، د ماليې او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په ساحو کې د همکاريو د پياوړتيا، د کلتوري تګ راتګ د زياتوالي او د اقتصادي همکارۍ د اوږد مهالي پلان د جوړونې لپاره کوښښ وکړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای