CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اوباما د وينا په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-11-16 17:13:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د دسمبر په پنځلسمه نېټه د اوباما د تازه وينا په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

د خبريال پوښتنه دا ده چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د دسمبر په پنځلسمه نېټه د استراليا په کوينسلنډ پوهنتون کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پاليسۍ په اړه يوه وينا وکړه او پکې يې د چين په اړوند د امريکا تګلاره ياده کړه. چين په دې هکله څه تبصره لري؟

ښاغلي چن ګانګ وويل، دې ته مو پام کړی چې اوباما په خپله وينا کې د سوله ييز ثابت او سمسوريا چين د پرمختګ هرکلی څرګند کړ. هيله لرو چې امريکا له چين سره د دوړاو مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې همغږي او همکاري پياوړې کړي، په ښه توګه د توپيرونو او د احساس وړ مسئلو مخنيوی او کنترول کړي، د نا مقابلې، متقابل درناوي او ګډې همکارۍ اصول پلي کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای