CRI Online

شي جين پينګ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال لپاره د شلو بډايه هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به په چين کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-16 19:47:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو بډايه هېوادونو ډلې نهمه سرمشريزه غونډه د نومبر په شپاړسمه نېټه د استراليا په بوليسبان کې دوام وشوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په کې برخه واخيست او يوه وينا يې وکړه.

د ګواښونو د ليری کولو په باره کې د نړۍ د توان د لوړتيا د يادونې په وخت کې رئيس شي څلور فقيره ييز وړانديز وکړ چې، لومړی، د نړيوال پولي سيسټم اصلاحات بايد په مداومه توګه تر سره شي او د نړيوال پولي صندوق د برخو د اصلاحاتو بهير بايد چټک شي. دوهم، په ګردې کرې کې د مالياتو همکارۍ دې نژدې شي او له مالياتو څخه د ډډه کولو له عمل سره دې ګډ مخالفت وشي. اړوندې خواوې بايد د مالياتو د ادارې په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو او بې وزليو هېوادونو سره مرسته وکړي. درېيم، د فساد پرضد نړيوالې همکارۍ دې پياوړې شي. څلورم، د پرمختګ مسئله دې پام وشي.

په دغه غونډه کې اعلان شوي چې د ۲۰۱۶ کال لپاره د شلو بډايه هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به په چين کې تر سره شي. رئيس شي وويل، چې چين باور لري چې د دغې غونډې د کوربه هېواد په توګه ښه کار وکړي او له اړوندو خواوو سره د دغې ډلې نظام وساتي او پرمخبوزي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای