CRI Online

شي جين پينګ د استراليا په پارلمان کې يوه مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-11-17 16:45:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په اوولسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د استراليا په فيډرالي پارلمان کې يوه مهمه وينا وکړه چې سرليک يې و د چين او استراليا د پرمختګ د موندلو او د سيمه ييزې سمسورتيا د پوره کولو لپاره لاسونه يو کول، په دغه وينا کې يې د چين د سوله ييز پرمختګ لار او د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه پاليسي بيان کړه، او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين او استراليا بايد د خپلمنځي اړيکو د لا پياوړتيا او د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين له يو مليارډه او دری سوه مليونو تنو نه زيات نفوس لري، پيمانه يې په نړيوالو کې د پام وړ ده، نو نور وګړي د چين ګامونو ته ډېره پاملرنه کوي. رئيس شي د نورو کسانو د پام وړ مسئلو په اړه څو ټکي ياد کړل.

لومړی، چين پر سوله ييز پرمختګ ټينګار کوي، دغه هوډ نه ماتيدونکی دی. دوهم، چين پر ګډ پرمختګ ټينګار کوي، دغه نظر نه ماتيدونکی دی. درېيم، چين د اسيا او ارام سمندر سيمې ترمنځ د همکاريو پر هڅولو ټينګار کوي، دغه پاليسي نه ماتيدونکې ده.

رئيس شي وويل، چې استراليا تل د چين يو مهم ملګری دی. موږ بايد د تر لاسه شويو برياليتوبونو پر بنسټ د خپلمنځي اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای