CRI Online

G-20 ګروپ مشرانو د بوريسبن اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-11-17 17:17:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د G-20 ګروپ د روانې مياشتې په ١٦ نېټه د استراليا په بوريسن کې ٩ مه سرمشريزه غونډه پای ته ورسوله او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې نړېوال اقتصادي پرمختګ، د خلکو ژوند ښه والی او کاري فرصتونه لا هم تر ټولو مهمې دندې دي.

په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې که څه هم د ځينو سيمو اقتصادي پرمختګ چټک دی خو نړېواله اقتصادي بيا سمسورتيا ورو ده، د بيلابېلو سيمو اقتصادي پرمختګ نابرابر دی او د پولي بازار او سياسي حالاتو ترينګلتياوو په ګډون خطرونه لاهم موجود دي.

په اعلاميه کې دې ته اشاره شوي چې د شلو سترو بډايو هيوادونو ګروپ هغه پلان جوړ کړی چې په راتلونکو ٥ کلونو کې خپل GDP ٢ سلنه اضافي برخه لوړه کړي. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای