د چين د خبري اژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ١٩مه نېټه په سيدني کې د استراليا د نوي جنوب واليس ايالت له وال ميکي بيرد سره لېدنه وکړه. شي جين پينګ وويل اوس د چين او استراليا تر منځ اړيکې په ډېرې ښې تاريخې موده کې دې. دواړه هېوادونه پريکړه وکړه چې د هراړخيز ستراتيژيکی دوستی اړيکې جوړې کړي، د ابادی سوداګرۍ د دوه اړخيز تړون خبرې اترې پای ورسوي، د چين او استراليا د ولايتونو او ايالتونو د مسئولانو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي چې د نوي جنوب واليس ايالت او چين تر منځ د همکارۍ لپاره به لا پراخ راتلونکی خلاص کړي.
ميکي بيرد وويل ما د نوي جنوب واليس ايالت د وال په توګه يوازې له چين څخه لېدنه وکړه. استراليا ته د شي جين پينګ سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي او زموږ ايالت ته به نور زيات فرصتونه ورسوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |