د چين صدراعظم لي که چيانګ او د افغانستان لومړي اجرائيوي رئيس عبدلله عبدلله د جنورۍ په شلمه نېټه يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې او د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه همکارۍ کال د مبارکۍ پيغامونه واستول.
لي که چيانګ په پيغام کې وويل، چې چين او افغانستان لرغونې دوستانه اړيکې لري. د چين حکومت دغې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او تل د خپلمنځي ستراتېژيکي همکارۍ د اړيکو د پرمخبيولو په هڅه کې دی، چين د افغانستان له سولې او بيارغونې څخه ملاتړ کوي ، له افغانستان سره به په ګډه د دې هېواد د اقتصادي ودې ، د خلکو د ژوند د ښه والي او دايمي ارامتيا لپاره هلې ځلې وکړي.
عبدلله عبدلله په پيغام کې څرګنده کړې ، چې افغانان له چينايانو سره خپلمنځي دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري ، افغانستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ کال د فرصت په نيولو سره د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي د لانور ياتوالي لپاره کوښښونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |