د سفير دنګ شي جون په ملګرتيا عبدلله عبدلله د انځورونو نندارې د کتنې پر مهال.
د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٦٠مې کليزې د نمانځنې په مناسبت مېلمستيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ په اړوند د انځورونو ننداره په افغانستان کې د چين سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په ګډه تر سره شوه. د افغانستان د لومړی اجرايي مشر عبدلله عبدلله، د اجرايي مشر د لومړی مرستيال محمد خان، دوهم مرستيال محقق او سرپرست خارجه وزير عاطف مل په شمول د افغان سياسي مشرانو، په افغانستان کې د چين سفير دنګ شي جون، د چين د خبري رسنيو پوهنتون د پروفيسر چه هونګ څای په ګډون له ٢٠٠ تنو نه زيات وګړيو په ياد فعاليت کې ګډون درلود.
د کابل پوهنتون د کنفوسيوس ښوونځي محصلين د چين او افغانستان د ملي سرودونو د غږولو په حال کې.
لوی سفير ښاغلی دنګ شي جون وينا کوي.
ښاغلی عبدلله عبدلله د وينا پر مهال.
د غونډې ځای .
د کابل د مهمو سړکونو په دواړو غاړو د چين او افغانستان ملي بيرغونه ځړول شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |