CRI Online

د پښتو-چينايي ژبي لومړی قاموس ليکونکي چه هونګ څای ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-01-21 17:32:07

د پښتو-چينايي ژبي لومړی قاموس ليکونکي چه هونګ څای ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال ورکړ

د جنورۍ د شلمې نېټې په شپه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٦٠مې کليزې د نمانځنې په مناسبت درانه مراسم تر سره کړل او د چين د خبري رسنيو پوهنتون پروفيسر او د پښتو - چينايي ژبې لومړی قاموس ليکوال ښاغلي چه هونګ څای ته يې د سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال ورکړ، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره د ده خدمتونه وستايل شي.

په عکس کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر مرستيالانو، پروفيسر چه هونګ څای او د ده کورنۍ او د چين سفير دنګ شي جون

ښاغلي چه هونګ څای د ډالۍ په توګه د پښتو-چنايي ژبې قاموس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وړاندې کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د وينا کولو په حال کې

په افغانستان کې د چين سفير دنګ شي جون د وينا کولو په حال کې.

ښاغلي چه هونګ څای د وينا کولو په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای