CRI Online

لي که چيانګ په تير کال کې د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د کميټې په دوو غونډو کې د وړاندي شويو وړانديزونو عملي کيدو حالت واوريد

cri     (GMT+08:00) 2015-02-06 20:02:41

د چين صدراعظم لي که چيانګ د فېبرورۍ په شپږمه نېټه د دولت شورا دايمی غونډه مشري وکړه چې په کې د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د کميټې په دوو غونډو کې د وړاندی شويو وړانديزونو د عملي کېدو حالت په اړه راپورونه واوريدل تر څو عامې تګلارې بشپړې کړي او د خلکو د نظريو راغونډ کړي.

په غونډه کې دې ته اشاره شوي چې د ملي ولسي کانګرس استازيو او د سياسي مشورتي کنفرانس د کميټې غړيو وړانديزونه د قانون له مخې د حکومت د نظارت او د ديموکراتيک نظارت مهمې لارې دې. نو په ښه توګه د دغو وړانديزونو د عملي کېدو کارونو تر سره کول د خلکو د نظريو راغونډولو، د هوښيارتيا اخيستلو، د ګډو ګټو زياتوالو او د عامو تګلارو سويې لوړولو لپاره ګټور دی. په تېر کال کې د دولتي شورا بېلا بېلو څانګو د ملي ولسي کانګرس د استازيو ٧٤٣٧ وړانديزونه او د سياسي مشورتي کنفرانس د کميټې د غړيو ٤٦٧٢ پيشنهادونه اجرا کړي. پر دې بنسټ بېلا بېلو څانګو شاو خوا ١٧٠٠ اړوندې تدبيرونه غوره کړي او د حکومت تګلارې او تدابير بشپړ کړيدي، د خلکو تر پاملرنو لاندې ځينې ستونزې حل شوې او د ثابتې پرمختيا، اصلاخاتو او سمون، د جوړښت تنظيمولو، د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو او د خطرونو مخنيوي چارو هڅونه شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای