CRI Online

لو شين هوا: چين تل له نړيوالې ټولنې څخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د همکاريو غوښتنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-02 16:32:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې ملي کميټې د درېيمې عمومي غونډې وياند لو شين هوا د مارچ په دوهمه نېټه وويل، چې چين تل له نړيوالې ټولنې څخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د همکاريو غوښتنه کوي. تېر کال د چين اړوندو څانګو د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نامه د ترهګريزې ډلې سره د مقابلې په هکله په عمده توګه د جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او د جنوب ختيځي اسيا له ګاونډيو هېوادونو سره همکاري کړې.

د يادې غونډې يوه مطبوعاتي غونډه په همدې ورځ د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. وياند لو د روسيې د يو خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې تر اوسه پورې چين له لسګونو هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې نظام جوړ کړی دی او له دغو هېوادونو سره يې د استخباراتو د تبادلې، د قضيې د پلټنې او د توان د لوړتيا په برخو کې رښتينې همکارۍ کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې چين د م م، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د فورم په ګډون زياتو څواړخيزو همکاريزو نظامونو کې برخه اخيستې او له ترهګرۍ سره د نړيوالې مقابلې لپاره يې زيات خدمتونه کړي دي او کوي يې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای