د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د درېيمې عمومي غونډې وياند لو شين هوا د مارچ په دوهمه نېټه وويل، چې له شته واقعيتونو څخه څرګندېږي چې د چين حکومت د مسلمانانو د ديني ازادۍ درناوی کوي.
ښاغلي لو په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په پيل کې د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې له دوو زرو نه زيات جوماتونه موجود دي او اوس دغه شمېر شلو زرو ته رسېدلی دی. د ديني کارکوونکو شمېر له دريو زرو نه اته ويشتو زرو ته زيات شوی دی. د ۲۰۰۱ کال راهيسې، د شينجيانګ حکومت د زده کړو په هکله په وار سره د مصر او پاکستان په شمول د اسلامي هېوادونو پوهنتونونو ته ۴۷ کسان لېږلي دي. دغه راز په خپلواکه سيمه کې د اويغوري ژبې په شمول د ملي لږکيو د ژبو په وسيله له يو مليونو نه زيات ټوکه کتابونه چاپ شوي دي.
سږ کال د شينجيانګ د اويغور د خپلواکې سيمې د جوړېدو شپيتمه کاليزه ده.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |