د چين د خلکو ورځپاڼې خبر ورکړ، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه به د مارچ مياشتې د درېيمې نېټې له غرمې وروسته دريو بجو په بېجينګ کې پرانيستل شي. د دوهمې نېټې په ماسپښين د يادې غونډې په هکله مطبوعاتي ناسته تر سره شوه، وياند لو شين هوا چيني او بهرنيو خبري رسنيو ته اړوند معلومات ورکړل او اړوندو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
د نوموړي په خبره، د غونډې کارونو بېلا بېل تياريانې بشپړې شوې دي، د دوهمې نېټې تر دوولسو بجو پورې د برخه والو ٢٢٢٧ غړيو څخه ١٣٥٩ تنه د غونډې په سکرټريت کې ثبت شوي. تر اوسه پورې سکرټريت ٩٤٥ وړانديزونه او د ويناوو ٣٣٧ ليکونې تر لاسه کړې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |