د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند هوا چون ينګ د مارچ په دوهمه نېټه له جاپان سره د مقاومت جګړې د ختمېدو د اويايمې کليزې د يادونې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چين به د عادت سره سم په بېجينګ کې د يادې جګړې د ختمېدو د يادونې غونډه، د پوځي رسم ګذشت او مېلمستيا تر سره کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول مشران به پکې ګډون وکړي.
هوا چون ينګ وويل، سږ کال د فاشيزم پر ضد مبارزې او له جاپان سره د مقاومت جګړې د ختمېدو اويايمه کليزه ده. له جاپان سره د مقاومت جګړه د فاشيزم پر ضد د مبارزې يوه مهمه برخه ده. چين د فاشيزم پر ضد مبارزه کې د ختيځي عمده جنګي ميدان په حيث مهم رول لوبولی و. چين به د دوهم نړيوال جنګ د عمده ګډون کوونکيو هېوادونو، اسيايي هېوادونو، د نورو سيمو او هېوادونو، د م م په شمول د نړيوالو سازمانونو مشرانو او چارواکو ته په يادو فعاليتونو کې د ګډون کولو بلنه ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |