د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه عمومي غونډه د مارچ په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه او دا يوه نښه ده چې د ۲۰۱۵ کال لپاره د چين دوې ملي غونډې په رسمي توګه پيل شوې. دوه ورځې وروسته به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي.
د چين د ګوند او هېواد مشر شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو چنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ جي شان او جانګ ګاو لي د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې مشر يو جنګ شنګ د دغې کميټې کاري راپور وړاندې کړ.
د ۲۰۱۵ کال د کارونو د ميشتېدو په وخت کې ښاغلي يو جنګ شنګ وويل، چې د ولسي سياسي مشورتي کارونه بايد په هراړخيزه توګه شتمنې ټولنې د ابادولو، د اصلاحاتو د ژورتيا، د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې او د ګوند د جدي ادارې په اړه تر سره شي.
په دغه لس ورځنۍ غونډه کې دوه زره تنه غړي او درې زره تنه استازي به د بېلا بېلو اصلاحاتي تدبيرونو او د اقتصاد د پر له پسې، سالم او ثابت پرمختګ لپاره ښه او ګټور وړانديزونه وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |