د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې عمومي غونډې مطبوعاتي مرکز د مارچ په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې د دغې غونډې ټول استازي بېجينګ ته رسېدلي او د دغې غونډې لپاره لازمې تياريانې نيولي دي.
دغه غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي او څه نا څه درې زره تنه استازي به پکې برخه واخلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |