د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له دې وروسته چې چين له جاپان سره د مقاومت د جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې د پوځي رسم ګذشت د تر سره کېدو اعلان وکړ، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په درېيمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د دې رسم ګذشت او د مراسمو تر سره کولو هدف د نړيوالې سولې ساتلو لپاره د چين او نړيوالو ټينګ هوډ او توان څرګندول دي.
مېرمن هوا چون ينګ وويل، چين به د دې جګړې د برياليتوب په اړه د ټولو اړوندو هېوادونو مشرانو او نړيوالو سازمانونو ته بلنه ورکړي. اوس د نمانځنې لپاره د چمتوالي او تياريانو کارونه روان دي او چين به په مناسب وخت کې اړوند خبر خپور کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |